په مراکش کې د بورقې یا چادري د بندیز نه وروسته دا ځل يي په تولید او پلورلو بندیز ولګید.
په مراکش کې د بورقې تولید او پلورل منع شول
په مراکش کې د بورقې یا چادري د بندیز نه وروسته دا ځل يي په تولید او پلورلو بندیز ولګید.
د مراکش ولسي جرګې په هیواد کې د بورقې په تولید او پلورولو د بندیز لګولو اړوند د قانون مسوده ومنله. ددې له مخې ددینه وروسته په نوموړي هیواد کې د بورقې تولید او پلورل منع شول.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت د هیواد یو زیات شمیر ولایتونو والیانو ته په استولي رسمي مکتوبونو کې د بورقې یا چادري په تولید او پلورلو د بندیز لګولو نه خبر ورکړی دی .
د کورنیو چارو وزارت د تانجا ، تاتاوین ، میرتیل، سیلا، تاریفدانات او مکنس په ښارونو کې د بورقې یا چاري تولیدونکو فابریکو او لویو لویو مغارو ته هم ورته مکتوبونه استولي دي.
د نوموړو نه هم هر څه ژر د بورقې د تولید او پلورولو د درولو غوښتنه شوې ده .
د مراکش د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نوموړي قانون نه سرغړونو فابریکو مال او دارايي ګانې به ضبظ کړې شي.
د مراکش د کورنیو چارو وزارت د بورقې فابریکو او مغازو ته ۴۸ ساعته مهلت ټاکلی دی .
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.