د روسیې د دفاع وزارت د مسکو په شاوخوا کې د ځای په ځای کړو دفاعي توغندیو د فعالونو نه خبر ورکړ

د روسیې  د دفاع وزارت  د هیواد د هوايي  دفاعي  سیستم  د لا پياوړتیا  په موخه  د پلازمینې  مسکو  په شاوخوا کې ځای په ځای کړي  د اس ۴۰۰ دفاعي  توغندیو سیستم  فعاله کړ.

649206

د روسیې  د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې ، د هیواد د دفاعي سیستم  د لا پیاوړتیا  په موخه  د مسکو په شاوخوا  کې  د صنعتي پارکونو په سیمه کې  ځای به ځای شوي  د اس ۴۰۰ دفاعي توغندي  نن  فعاله  کړې  شول.

په څرګندونو کې راغلي دي چې اس ۴۰۰ دفاعي توغندي  په ۴۰۰  کیلومترۍ کې هر ډول  تهدید  سمدلاسه  له منځه وړي. دا  دفاعي  سیستم  به  د پلازمینې  مسکو په ګډون ۱۲ سیمو نه  حفاظت وکړي.

د روسیې د دفاع د وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د روان کال په دننه کې به پوځ ته  ۴ د اس ۴۰۰  توغندیو دستګاګانې  په اختیار کې ورکړي. 

روسیې  پداسې حال کې  د مسکو په شاوخوا کې د ځای په ځای کړو اس ۴۰۰ ډوله  دفاعي توغندیو د فعالولو نه خبر ورکوي  چې  تیره اوونۍ  امریکا  د ختیځې اروپا ته په زرګونو تنه سرتیري  او ټانکونه واستول . 

پيوندونه: #روسیه

اړوند خبرونه