روسیه : په فیلیپین هرډول پرمختللو وسلو پلورولو ته تیار یو.

په فیلیپین کې د روسیې  سفیر  ایګور هوایوف  وویل چې هیواد يي  په فیلیپین  هر ډول وسلو پلورولو ته  تیار  دی

644461
روسیه : په فیلیپین هرډول  پرمختللو وسلو پلورولو ته تیار یو.

روسیې ویلي  دي چې په فیلیپین هر ډول وسلو پلورولو ته  حاضر  دی.

په فیلیپین کې د روسیې  سفیر  ایګور خوایوف  وویل چې هیواد يي  په فیلیپین  هر ډول وسلو پلورولو ته  تیار  دی. هغه  دا څرګندونې  هله وکړې چې  فیلیپین  د امریکا سره  د وسلو په اړه تړون  فسخه کړ.

د روسیې سفیر وویل چې په فیلیپین  د جنګي الوتکو نه نیولې  تر تحت البحري کښتیو  هر ډول  مدرنو وسلو پلورولو ته تیار یو.

هغه دا څرګندونې  پداسې حال کې خبري غونډې ته وکړې چې  د روسیې  دوه جنګي بیړۍ د ګډو تطبیقاتو په موخه  فیلپین ته رسیدلي دي.

د روسیې سفیر وویل ، هیواد يي غواړي چې  فیلیپین ته  کارول شوي  نه  بلکې  پرمختللي  وسلې  لکه سپکې وسلې، جنګي الوتکې، جنګي چورلکې، تحت البحري کښتۍ او ډول ډول نورې وسلې  وپلوري.

هغه زیاته کړه چې روسیه به په فیلیپین د وسلو د پلورولو په برخه کې  نړۍوال حقوق  او قوانین په نظر کې ونیسي.

د یادولو وړ ده چې  د فیلیپین  ولسمشر رودریګو دوترته  د امریکا سره د وسلو د تړون د فسخه کولو نه وروسته ویلي وو، د نړۍ د سولې او ثبات په خاطر  غواړي د روسیې او چین په څیر هیوادونو سره  نوي دوستي او همکاري پیل کړي.

د بله پلوه  سیاسي کارپوهانو  د روسیې  ددې اقدام نه  امریکا ته د ستر ګوزار په توګه یادونه کړې ده .


پيوندونه: #روسیه , #فیلیپین

اړوند خبرونه