په فرانسه کې د نوي کال د لمانځنو پر مهال د سوځول شوو موټرو شمیره ۹۴۵ ته لوړه شوه.
په فرانسه کې هر کال د نوي کال په شپه موټرې سوځول کیږي
په فرانسه کې د نوي کال د لمانځنو پر مهال د سوځول شوو موټرو شمیره ۹۴۵ ته لوړه شوه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي دي چې « سږ کال د نوي کال په شپه د سوځول شوو موټرو کچه د تیر کال په پرتله ۱۷ سلنه لوړه شوې او ۹۴۵ ته رسیدلې ده .»
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نوي کال د لمانځنو پر مهال ۴۵۴ تنه په پولیسو د بریدونو او عام المنفعه اموالو ته د ضرر رسولو په جرم د پولیسو لخوا نیول شوي دي. د نوموړو کسانو نه ۳۰۱ تنو پر خلاف حقوقي چارې پیل شوي دي .
د ویلو ده چې په فرانسه کې هر کال په ځانګړې توګه په لویو ښارونو او کوچنیو ښارونو په بیروني برخو کې موټرې سوځول کیږي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۰۰ کال نه راپدیخوا د هر نوي کال په شپه څه باندې زر موټرې سوځول کیږي. همداشان په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې دا رقم بیا راټیټ شوی وو.
سږ کال یو ځل بیا د سوځولو شوو موټرو کچه د پام وړ لوړه شوې ده . د بله پلوه د فرانسې د ښې اړخه د ملي جبهې ګوند چارواکیو په حکومت تور لګولی چې په ډیری پیښو پرده غوړوي او د خلکو نه يي پټوي. یاد شوي ګوند حکومت او د نوي کال په شپه په کافي توګه د امنیتي تدابیرو په نه نیولو تورنوي.