په اندونیزیا کې د ګرځندویانو په کښتۍ کې اورلګیدنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په اندونیزیا کې د ګرځندویانو په کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوه
د اندونیزیا د پلازمینې جکارتا په شمالي جزیره کې د ګرځندویانو په کښتۍ کې اورلګیدنې له امله لږ تر لږه ۲۳ تنه مړه او ۱۷ تنه نور لادرکه شوي دي.
د جکارتا د امنیتي سرچینو د خبر له مخې ، د جکارتا په شمالي جزیره کې په یوې کښتۍ کې چې تیدونک جزیرې پر لورې روانه وه او ۲۳۰ تنه ګرځندویان پکې سپاره ول ناڅاپي اورلګیدنه رامنځته شوه. د پیښې نه سمدلاسه وروسته ژغورنې ډلې د پيښې سیمې ته ورسیدې .
په پیښه کې ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي. همداشان ۱۷ تنه لادرکه شوي دي.
د اندونیزیا د پولیسو ویاند عمر شهاب خبري رسنیو ته ویلي دي چې اورلګیدنه د جنراتور د شارتۍ له امله رامنځته شوې ده .
د بله پلوه عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې ، کښتۍ د حرکت نه ۱۵ دقیقې وروسته په ماشین کې چاودنه وشوه او وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. په کښتۍ کې د ارولګیدنې نه وروسته یوزیات شمیر ګرځندویانو ځانونه سمندر ته ګوزار کړل.
د کښتۍ ډیری مساپر پخپله د اندونیزیا وګړي دي چې نوی کال يي لمانځه. د کښتۍ کپټان د پولیسو لخوا نیول شوی او تر څیړونو لاندې قرار لري.