د روسیې د دفاع وزارت الوتکه چې سوریې ته روانه وه په لاره کې لادرکه شوې ده
د روسیې د دفاع اړوند الوتکه لا درکه شوه
637196
د روسیې د دفاع د وزارت اړوند یوه الوتکه چې د سوریې پر لورې روانه وه په لاره کې لا درکه شوې ده .
د روسیې د انټرفکس خبري اژانس ویلي دي چې الوتکه د روسیې د سوچي ښار نه د سوریې پر لورې روانه وه چې د رادار سره اړیکه پرې شوې ده .
د انټرفکس د خبر له مخې په الوتکه کې جمعآ ۹۰ تنه شتون لري.
الوتکه کې ۸۰ تنه سپرلۍ او ۱۰ تنه د الوتکې پرسونل شتون لري.
د روسیې د دفاع وزارت اړوند ( TU 154) ډوله الوتکې د تورې بحیرې نه یعنې د روسیې د سوچي ښار نه د سوریې د الاذقیه ښار ته سفر کولو چې په لاره کې لا درکه شوې ده .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.