د امریکا د استخباراتو سازمان د ترکیې نه بښنه غوښته.
د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې د ترکیې په اړه د امریکا بې بڼسټه ادعا غلطه ثابته کړه
د امریکا د استخباراتو سازمان د ترکیې نه بښنه غوښته.
د امریکا متحده ایالتونو د استخباراتو سازمان په ۲۰۱۴ کال کې د راپور په خپرولو سره « ترکیه د داعش نه تیل پيري » په څیر بې بڼسټه ادعا کړې وه .
د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې د هغوې دوراغ په ډاګه کړ.
د امریکا ملي استخباراتو سازمان بیا د ترکیې نه د بښنې غوښتنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ۲۰۱۴ کال کې د ملګروملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ته ویلي وو چې داسې اسناد ترلاسه شوي دي چې ترکیه د داعش نه تیل رانیسي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د کیري ددې ادعا په ځواب کې سخت غبرګون وښود او د هغه نه يي هر څه ژر د نوموړو معلوماتو غوښتنه وکړه.
ترکیې په ټینګار سره امریکا نه د نوموړو اسنادو غوښتنه وکړه خو امریکا ډیره موده وروسته یوه دوسیه ترکیې ته راولیږله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت دا دوسیه د تحقیقاتو په خاطر ملي استخباراتو ادارې ته وسپارله.
د ترکېې د ملي استخباراتو ادارې دوسیه وڅیړله او هر څه يي په ډاګه کړه. په دوسیه کې کوم کوردینات چې ورکړل شوي وو هغه د ترکیې د کیلیس د ښاروالۍ د قیر د فابریکې ادرس وو.
ددینه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نه بښنه وغوښته.
ددې پرمختګ نه وروسته د امریکا د استخباراتو سازمان هم د ترکیې نه په رسمي توګه بښنه وغوښته .