په چین کې یو تن د اعدامیدو نه ۲۱ کاله وروسته بې ګناه ثابت شو.
محاکم ځیني وختونه غلطې پریکړې کوي
په چین کې یو تن د اعدامیدو نه ۲۱ کاله وروسته بې ګناه ثابت شو.
د ډیلي چینا د ورځپاڼې د خبر له مخې د چین د هیبي ایالت اړوند شیجیا جوانګ په ښار کې یو تن په یوې ښځې د جنسي تیري کولو او وروسته د وژلو په تور په ۱۹۹۴ کال کې د محکمې لخوا د اعدام په سزا محکوم شو چې یو کال وروسته اعدام کړې شو.
د ویلو ده چې د اعدام شوي کس بې ګناهي د هغه په دوسې له سره د غور کولو نه وروسته ثابت شوه.
د چین د سترې محکمې اړوند د شینیانګ د ښار د جزا محکمې ۲۱ کاله مخکې د اعدام شوي کس دوسیه چې په اړه يي جنجالونو دوام درلود له سره د پرانیستو پریکړه وکړه.
د جزا محکمې دا دوسیه ۶ میاشتې مخکې له سره پرانیسته او له سره يي په تحقیقاتو پيل وکړ.
د ۶ میاشتو تحقیقاتو نه وروسته محکمې د کافي دلایلو د نشتوالي له امله نوموړی بې ګناه اعلان کړ.
د چین سترې محکمې په ناحقه توګه د نوموړي کس د اعدامولو د حکم د صادرولو له امله د بښنې غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په چین کې بې ګناه انسانان اعدامیږي.
د روان کال د فبروري په میاشت کې هم یو تن چې شل کاله مخکې په مغلستان کې اعدام شوی وو بې ګناه ثابت شوی وو.
د نوموړي بې ګناه کس د اعدامولو په تور ۲۷ تنه چارواکي پړ بلل شوي وو.