په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په یو پوهنتون وسله وال برید وشو.
د امریکا د اوهایو په پوهنتون وسله وال برید وشو
په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په یو پوهنتون وسله وال برید وشو.
د امریکا د کولمبوس په ښار کې د اوهایو په دولتي پوهنتون وسله وال برید وشو چې له امله يي لږ تر لږه ۱۱ تنه محصلین ټپیان شوي دي.
د امریکا د اوهایو ایالت اړوند د کولمبوس په ښار کې د اوهایو په دولتي پوهنتون کې برید کوونکي لومړی محصلین په خپل موټر ووهل او وروسته يي پرې د چړې او وسلې برید وکړ.
په پوهنتون کې د نوموړي برید نه سمدلاسه وروسته په ټولو محصلین خوندي سیمو ته د ځانونو د رسولو غږ وشو. همداشان د ټولنیزې مډیا له لارې هم د پوهنتون په محصلینو او استادانو خوندي سیمو ته د ځانونو د رسولو غږ وشو.
د برید نه سمدلاسه وروسته پولیس پوهنتون ته راورسیدل . برید کوونکي د پولیسو پر وړاندې هم مقامت وکړ چې وروسته د پولیسو لخوا په ډزو وویشتل شو او د خپو وغورځول شو.
د یادولو وړ ده چې د اوهایو پوهنتون په امریکا کې تر ټولو د لویو پوهنتونونو نه یو دی.
پولیسو د برید کوونکي د وژلو نه وروسته خبري رسنیو ته وویل چې برید کوونکی سومالي الاصله امریکايي دی چې ۱۸ کاله عمر لري او د همدې پوهنتون محصل دی. پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی عبدالرزاق علي ارتان نومیږي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی د پولیسو پر وړاندې د مقامت پر مهال د الن هورژکو په نامه د پولیس لخوا په ډزو وویشتل شو.
پولیسو مشر ددې پوښتنې په ځواب کې چې پیښه کې د ترهګرۍ سره تړاو لري او که نه ؟ وویل، پدې اړه کره معلومات په لاس کې نشته او اف بي ای ادارې د برید په اړه په څیړونو پيل کړی دی.