په امریکا کې د فوټبال په نندارچیانو وسله وال برید وشو

د امریکا د کنټاکی په ښار کې د فوټبال سیالۍ په نندارچیانو برید وشو

617459
په امریکا کې د فوټبال په نندارچیانو وسله وال برید وشو

د امریکا  متحده ایالتونو د کنتاکي  په ایالت کې  د شکران د ورځې له امله په جوړه شوې  سپورتي سیالۍ په نندارچیان  وسله وال برید وشو.

پيښه  د امریکا  د کنټاکي  ایالت د لویسویلي په ښار کې رامنځته شوه . په یاد شوي ښار کې نامعلومو کسانو  د شکران د ورځې په خاطر د جوړې شوې د فوټبال د   سیالۍ  په نندارچیانو  ډزې وکړې.

په پيښه کې  لږ تر لږه  دوه تنه مړه  او ۴ تنه نور ټپیان شول.

د لویسویلي د ښار ښاروال  خبري رسنیو ته وویل چې د پیښې نه وروسته یو زیات شمیر پولیس او روغتیايي ډلې  سیمې ته واستول شوې. د احتمالي کوم بل برید له امله پولیسو سمدلاسه  خلک  د سیمې نه تخلیه  کړل.

عیني شاهدانو ویلي دي چې د ۱۹ ډزو غږونه يي اوریدلي دي خو برید کوونکی چا لیدلی ندی.

د بله پلوه  د یاد شوي ښار د پولیسو ویاند ویلي دي چې  برید کوونکی تر اوسه نیول شوی ندی  خو د نیولو په خاطر يي هلې ځلې دوام لري. هغه ویلي دي چې د برید لامل ناڅرګند  دی او په اړه يي څیړنې پيل شوي دي.

د ویلو ده چې  په امریکا متحده ایالتونو کې  هر کال  د نوامبر د میاشتې په وروستۍ  اوونۍ کې  د شکران ورځ  لمانځل کیږي.



اړوند خبرونه