د امریکا د پوهنتون په عام محضر کې لمونځ!
. پدې وروستیو کې ددې هېواد د مېشیګن په پوهنتون کې پر یو مسلمان محصل باندې له بریده وروسته ملګرو یې د پوهنتون په چمن کې په جماعت سره لمونځ ادا کړ.
614078
په پوهنتون کې د مسلمانو زده کوونکو د ټولنې لخوا د جماعت لمونځ په داسې حال کې ادا شو چې نورو عیسوي او یهودي محصلینو یې ساتنه کوله. ویل کيږي چې ددې پوهنتون پر یوې حجاب لرونکې مسلمانې پېغلې باندې لفظي برید شوی وو.
د پوهنتون د مسلمانو زده کوونکو د ټولنې مشر وویل چې «د لمانځه پر مهال د سلګونو نورو محصلینو لخوا زموږ ساتنه وشوه. دا په زړه پورې منظره وه. په دې ډول پوه شو چې نور هم زموږ تر څنګ ولاړ دي. »
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.