راځئ د ټرمپ مېرمن وپېژنئ!

د امريكا د متحدو ايالتونو د راتلونكي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اړه مو ډېر څه واورېدل. كه مو خوښه وي راځئ د نړۍ د ټولو پياوړي ولسمشر مېرمن چې مهمو مسايلو كې اوږه په اوږه حركت كوي، لږ څه له نږدې وپېژنو.

610634
راځئ د ټرمپ مېرمن وپېژنئ!

 

 

مېلانيا ټرمپ چې نه يواځې په خټه امريكايۍ نه ده بلكې ددې هېواد په تاريخ كې دريمه لومړۍ مېرمن چې له بهره سپينې ماڼۍ ته لار پيدا كوي.

مېلانيا ټرمپ چې ۴۶ كاله عمر لري په ۱۹۷۰م كال كې د پخوانۍ يوګوسلاويا او اوسنۍ سلوانيا په يو كوچنې كلي كې زېږېدلې ده. پلار يې چې د وخت د موټر پلورلو په يو شركت كې كار كولو د خپلې كورنۍ سره په يو كوچني اپارتمان كې ژوند كولو.

مېلانيا له لېسې تر فراغت وروسته د يو كال لپاره د ليوليانا په پوهنتون كې د معمارۍ په برخه كې زده كړې وكړې او بيا يې وروسته پوهنتوند د ماډلېنګ د كولو په موخه پرېښود. وروسته يې په ۱۹۸۸يم كال كې د ايټاليا د ميلان په ښار كې د ماډلېنګ په يو شركت كې د څلورو كلونو لپاره كار وكړ.

په ۱۹۹۶م كال كې نيويارك ته لاړه او دوه كاله وروسته يې په يوې غونډه كې د خپل راتلونكي خاوند ډانلډ ټرمپ سره معرفي شوه.  ډانلډ ټرمپ او مېلانيا د ۷ كلنې ملګرتيا وروسته په ۲۰۰۵م كال كې واده وكړ. ټرمپ تر دې وړاندې دوه مېرمنې نورې هم درلودلې چې دواړو ته يې طلاق وركړى وو. مېلانيا اوس له ټرمپه يو زوى هم لري.

ډانلډ ټرمپ چې ۷۳ كاله عمر لري مشر زوى يې تر مېلانيا مشر دى.

مېلانيا ټرمپ وكولاى شول چې خپل مور او پلار هم له سلوانيا را وغواړي او په نيويارك كې ځانله نږدې ورته كور ونيسي.

مېلانيا ټرمپ په پينځو ژبو انګليسي، فرانسوي، جرمني، ايټالوي او خپلې مورنۍ ژبې سلوانيايي باندې روانې خبرې كولاى شي.

مېلانيا ټرمپ څرګنده كړه چې د ولسمشرۍ پر مهال به د خپل مېړه تر څنګ ولاړه وي او له هغه به ملاتړ كوي.



اړوند خبرونه