د نړۍ يواځينى ولسمشر چې ټرمپ ته ورته دى.
د فليپين ښكنځلمار ولسمشر روډريګو ډوټېرټ چې پدې وروستيو كې يې د امريكا د متحدو ايالتونو سره اړيكې ترينګلي دي د ټرمپ د ټاكل كېدو له امله نوموړي ته مباركي وويله.
ډوټېرټ چې دوه مياشتې وړاندې اوباما ته ښكنځلې كړې وې د ټرمپ د ټاكل كېدو له امله خوښي څرګنده كړه او زياته يې كړه چې `` دواړه يو بل ته ډېر ورته يو. د يو كوچني شي له امله ښكنځلې كوو او پرې لعنت وايو. موږ يو شان يو.``
د سي اېن اېن د خبر پر اساس ډوټېرټ څرګنده كړه چې `` ولسمشر ټرمپ ته مباركي وايم. ژوندى دې وي! نوره نه غواړم چې جنګ وكړم. ځكه اوس ولسمشر ټرمپ دى.``
ډوټېرټ چې شاوخوا ۶ مياشتې وړاندې د فليپين د ولسمشر په توګه وټاكل شو، د نشه ايي توكو سره د مبارزې پر مهال د خلكو سره د سخت چلند له امله د امريكا په ګډون د ټولې نړۍ د مشرانو لخوا پرې نيوكې كيږي.
د فليپين – امريكا ترمېنځ اړيكې هغه وخت لا پسې ترينګلې شوې چې ډوټېرت د تېر سپتمبر په مياشت كې ولسمشر اوباما ته په عام محضر كې د يوې غونډې پر مهال ښكنځلې وكړې.
نوموړي حتى له چينه د رسمي ليدنې پر مهال وويل چې د امريكا سره يې اړيكې نورې شلېدلي دي.