په سویډن کې په جومات برید وشو

په اروپا کې په جوماتونو او اسلامي مکانونو د بریدونو کچه اوج ته رسیدلې ده

605259
په سویډن کې په جومات برید وشو

 په سويډن کې  یو ځل بیا  په جومات برید وشو.

د سویډن په پلازمینه  ستوکخلم کې  په جومات او د مسلمانانو په کولتوري  مرکز  برید وشو.

د برید پر مهال په جومات او کولتوري مرکز کې  څوک نه وو چې د همدې امله چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

ویل کیږي  جومات  د ترکېې د دیني چارو د ریاست اړوند  دی.

نا پیژاندو برید کوونکی  د جومات  سربیره  په کولتوري مرکز هم  برید کړی دی . د برید له امله  د جومات  او کولتوري مرکز  هیندارې ټولې ماتې شوي دي  او جومات ته هم  زیان اوښتی دی.

د سویډن  پولیسو  ویلي دي چې  برید په تړاو  تر اوسه پورې  څوک نیول شوي دي خو څیړنې دوام لري.

په اروپا کې پدې وروستیو کې  اسلام فوبیا  او په جوماتونو  باندې  د بریدونو کچه  ډیره  لوړه شوې ده .


پيوندونه: #سویډن , #جومات

اړوند خبرونه