په اردن کې درې  تنه  امریکايي  سرتیري‌ ووژل شول.

په اردن کې ۳ تنه امریکايي سرتیري‌ په نښته کې ووژل شول

604242
په اردن کې درې  تنه  امریکايي  سرتیري‌ ووژل شول.

په اردن کې درې  تنه  امریکايي  سرتیري‌ ووژل شول.

د اردن د ملک  فیصل  په هوايي‌ ډګر کې په نښته کې  ۳ تنه  امریکايي  سرتیري‌ ووژل شول.

د اردن  د ملک فیصل   په  نظامي‌ هوايي‌ هډه  کې  د اردن او امریکايي  سرتیرو  ترمنځه  نښته وشوه.

 ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  درې تنو امریکايي‌ سرتیرو  چې  د ملک فیصل نظامي‌ هوايي  هډې  ته د ننوتو  هڅه کوله  د اردني‌ ځواکونو لخوا  پرې  د  ودریږۍ  غږ وشو. اردني‌ سرتیرو  امریکايي‌ سرتیرو ته  څو  ځله  خبرداری ورکړ  خو هغوې  بیا هم  هوايي‌ هډې ته په ننوتو ټینګار کولو  چې  وروسته  نښته پیل شوه.

په  نښته کې  دوه امریکايي سرتیري‌ مړه  او یو تن بل ټپي‌ شو.

همداشان  ټپي‌ سرتیري‌ هم  وروسته په روغتون کې  ژوند د لاسه ورکړ.

د پیښې په اړه څیړنې پيل شوي‌ دي.



اړوند خبرونه