کاناډا په ۲۰۱۷ کال کې ۳۰۰ زرو تنو کډوالو ته د پناه ورکولو نه خبر ورکړ.
کاناډا کډوالو ته زیری ورکړ
کاناډا په ۲۰۱۷ کال کې ۳۰۰ زرو تنو کډوالو ته د پناه ورکولو نه خبر ورکړ.
د کاناډا د نفوسو او کډوالۍ د چارو وزیر جان مک کالوم په پلازمینه اوتووا کې خبري غونډې ته وویل « په ۲۰۱۷ کال کې به ۳۰۰ زره تنه نوي کډوال قبول کړو»
هغه وویل چې دا پریکړه به د هیواد په اقتصاد کې د کاري وړتیا د کسر د لویدو په مخنیوي کې مرسته وکړي. د هیواد د زوړ نفوس په تازه کولو کې به مرسته وکړي.
کاناډايي وزیر زیاته کړه چې « د کډوالو د منلو په برخه کې به دا ځل ځیني لومړیتوبونه ولرو. غواړو چې د لوړو زده کړو او مسلک خاوندانو او سوداګرو ته لومړیتوب ورکړو. د نوموړو ۳۰۰ زرو تنو یوه برخه کې به په کاناډا کې د میشتو بهرنیانو د کورنیو غړیو لپاره جلا کړې شي.»
د ویلو ده چې د کاناډا د نفوس او کډوالو د چارو وزیر د رومانیا او بلغاریا د هیوادوالو لپاره هم زیری ورکړ. هغه وویل په پام کې لري چې د ۲۰۱۷ کال د دسمبر د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره د رومانیا او بلغاریا وګړو لپاره ویزه له منځه یوسو.