د امریکا متحده ایالتونو د الاباما په ایالت کې چاودنه وشوه.
په امریکا کې چاودنه وشوه
د امریکا متحده ایالتونو د الاباما په ایالت کې چاودنه وشوه.
چاودنه د نفتو په نللیکه کې شوې ده . په چاودنه کې یو تن مړ او ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د چاودنې د سیمې تر پنځه کیلومترۍ پورې د کورونو نه د خلکو د تخلیه کولو پریکړه شوې ده.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د نفتو په نللیکه کې چاودنه د نللیکې د لیکیدو له امله رامنځته شوې ده .
ویل کیږي د نللیکې د لیکیدو نه وروسته په سیمه کې تیل خواره شوي وو چې په ناڅاپي ډول سره يي اور واخیست او چاودنه وشوه.
د نفتو د نللیکې ترڅنګ د یاد شوي ایالت لویه لاره تیره شوې ده . چارواکیو په وینا د نفتو د نللیکې نه څه باندې ۸ زره بیلره تیل تللي دي.
د همدې امله د نللیکې تر ۵ کیلومترۍ پورې د ټولې سیمې د تخلیه کولو پریکړه شوې ده .
د چاودنې نه وروسته اور وژونکې او د بیړنۍ مداخلې ډلې سیمې ته رارسیدلي دي.
د بله پلوه په سیمه کې د تللو تیلو د لمنځه وړو په خاطر هم چارې پیل شوي دي.