ویکیلکس : هیلري کلنټن نامتو ترک سوداګر مختار کنټ د خپل مرستیال په توګه په ټاکلو غور کړی دی
په امریکا متحده ایالتونو کې د ډیموکراټ ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلنټن په نړۍ نامتو ترک سوداګر مختار کنټ د خپل مرستیال په توګه د ټاکلو په مسلې غور کړی وو.
په امریکا متحده ایالتونو کې د ډیموکراټ ګوند لخوا ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلنټن په نړۍ نامتو ترک سوداګر مختار کنټ د خپل مرستیال په توګه د ټاکلو په مسلې غور کړی وو.
د ویکیلکس پاڼې دا ځل د هیلري کلنټن د ټاکنیز کمپاین د مشر جان پودیستا د مرستیالۍ د ټاکلو او یا نه ټاکلو اړوند برښنالیکونه خپاره کړل.
په برښنالیک کې د کلنټن د مرستیالۍ په خاطر د ۳۹ تنو نومونه لیدل کیږي چې ددوی په منځ کې د کوکاکولا د شرکت د مشر نامتو ترک سوداګر مختار کنټ نوم هم لیدل کیږي.
پدې لست کې د مایکروسافت د شرکت د مشر بل ګیټس او د هغه د میرمنې میلیندا ګیټس سربیره د اپل الکترونیک شرکت مشر تیم کوک ، د نیویارک د پخواني والي او نامتو سوداګرو مایکل بلومبورګ، د سټاربکس د شرکت د مشر او د جنرال موټور د شرکت د مشرې ماري بارا نومونه هم شتون لري.
په لست کې د ولسمشرۍ نوماندۍ د غواړي په ټاکنو کې په ډیموکراټ ګوند کې د هیلري کلنټن ستر رقیب برنیا ساندریس نوم هم لیدل کیږي.
پدې لست کې د ډیموکراټ ګوند د ځینو سیاستوالو لکه د امریکا د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د ټرانسپورت د وزیر، د عدلیې د پخواني وزیر او ځیني سناتورانو نومونه هم شتون لري.
هیلري کلنټن د جولای په ۲۲ مه نیټه په سنا کې د ویرجینیا د خلکو استازی تیم کین د خپل مرستیال په توګه اعلان کړ.
همداشان هیلري کلنټن د ویکیلکس لخوا د خپور شوي لست په اړه څه ندي ویلي. دا لست د مارچ په ۱۷ مه نیټه جوړ شوی وو.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.