روسیې په سوریه کي دفاعي توغندیو سیستم نصب کړ
امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا په سوریه کې د دفاعي توغندیو د سیستم د ځای په ځای کولو ادعا کړې ده .
امریکا متحده ایالتونو د روسیې لخوا په سوریه کې د دفاعي توغندیو د سیستم د ځای په ځای کولو ادعا کړې ده .
د امریکا دریو تنو جګپوړو عسکري چارواکیو د نوموړي هیواد د فوکس نیوز تلویزیوني کانال سره په مرکه کې وویل چې روسیې په سوریه کې SA 23 ګلادیاتور د انتي بالستیک توغندیو دفاعي سیستم ځای په ځای کړی دی .
نوموړو ویلي دي چې روسیې د دفاعي توغندیو دا سیستم تیره اوونۍ د سوریې د طرطوس بندر ته انتقال کړی وو.
نوموړو امریکايي چارواکیو ویلي دي چې روسیه د لومړي ځل لپاره دا دفاعي سیستم د خپل هیواد د پولو نه بهر په بل هیواد کې ځای په ځای کوي.
نوموړو امریکايي عسکري چارواکیو ویلي دي چې روسیې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د ترکیې لخوا د سوریې په خاوره کې د نوموړي هیواد د جنګي الوتکې د ویشتو نه وروسته په سوریه کې S 400 ډوله توغندیو دفاعي سیستم ځای په ځای کړی وو.