روسیې د سوریې په اړه د امریکا سره د لاسلیک کړي تړون متن خپور کړ
روسیې د سپټمبر په ۹مه نیټه د سوریې په اړه د امریکا سره د لاسلیک کړي تړون متن په انټرنټ کې خپور کړ او د واشنګټن نه يي هم د ورته ګام د اوچتولو غوښتنه وکړه.
روسیې د سپټمبر په ۹مه نیټه د سوریې په اړه د امریکا سره د لاسلیک کړي تړون متن په انټرنټ کې خپور کړ او د واشنګټن نه يي هم د ورته ګام د اوچتولو غوښتنه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په شوو څرګندونو ویل شوي دي چې مسکو د سوریې په مسله کې د امریکا سره د لاسلیک کړي هر تړون ، مطابقت او پروتوکول متن د خپل هیوادوالو سره شریکوي خو له بده مرغه چې امریکا هر ځل دا وړاندیز ردوي او مخالفت ورسره کوي. دې مسلې د امریکا د صمیمیت او درستوالي په برخه کې ځینې پوښتنې پيدا کړي دي.
د یادولو وړ ده چې روسیې یو څه موده مخکې د سوریې په مسله د امریکا سره د لاسلیک کړي تړون یوه برخه په انټرنټ کې خپره کړه چې د امریکا سخت غبرګون وپارید.
لویدیځوالو خبري رسنیو د امریکا له قوله لیکلي وو چې روسیې ددوی سره د سلا مشورې پرته د تړون د متن یوه برخه په انټرنټ کې خپور کړی دی.
روسیې بیا د امریکا د غبرګون په ځواب کې وویل چې « دوی د خپل له لوري د تړون متن په روسي ژبه خپروي او د امریکا نه هم د ورته ګام د اوچتولو غوښتنه کوي. روسیې امریکا ته د لاسلیک کړو ټولو تړونونو او مطابقتونو خلکو سره د شریکولو بلنه ورکړې ده .
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ددې سربیره امریکا ته په خپلو ژمنو د دریدو خبرداری ورکړی دی .
مسکو ویلي دي چې امریکا ورسره په سوریه کې د ترهګرو او مخالفو ډلو د جلا کولو ژمنه کړې چې پدې برخه کې باید هر څه ژر عملي ګامونه پورته کړي.
مسکو امریکا ته خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرو سره لوبې کول او په ترهګرو سترګې پټول هر وخت بدې پایلې لري. مسکو په ټینګار د امریکا نه د ترهګرو سره د لوبو کولو نه د لاس اخیستو غږ کړی دی .