د هنګري په پلازمېنه كې چاودنه

د هنګري په پلازمېنه بوداپست كې د يوې درندې چاودنې غږ اورېدل شوى دى.

576526
د هنګري په پلازمېنه كې چاودنه

 

د سيمه ايزو خبري رسنيو د معلوماتو پر اساس دا چادونه د ښار د اوكتاګون په نامه ميدان كې د يو دوكان مخې ته شوې ده چې په پايله كې يې لږ تر لږه ۲ تنه پوليس ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو د وينا پر اساس د ټپيانو شمېره لوړه ده.

سيمه د پوليسو لخوا كلابند شوې ده.

تر اوسه پورې د بريد د لامل په اړه كره معلومات نشته دى خو پوليس د ترهګري بريد د احتمال په اړه څېړنې كوي.



اړوند خبرونه