د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یوه حجابداره میرمن په سر وویشتل شوه.
په پاریس کې مسلمانه میرمن ووژل شوه
د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یوه حجابداره میرمن په سر وویشتل شوه.
د فرانسې د پلازمینې پاریس په مربوطاتو کې یوه مسلمانه حجابداره میرمن په وسله وال برید کې ووژل شوه. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې په نوموړې مسلمانې میرمن د یو تن موټر سایکل سپور لخوا برید وشو.
موټر سایکل سپور په حجاب لرونکې میرمن پنځه ډزې وکړې او هغه يي په سر وویشتله. مسلمانې میرمن په برید کې ژوند د لاسه ورکړ. په لویدیځ او په ځانګړې توګه په فرانسه کې د اسلام فوبیا یا اسلام دښمنۍ کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
پیښه د فرانسې د پلازمینې پاریس په شمال ختیځ په مسلمان میشته سیمه کې رامنځته شوه.
د لا پرسین ورځپاڼې د پاریس د پولیسو له قوله لیکلي دي چې پیښه پرون د ماښام په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوه. د پاریس په شمال ختیځ کې په مسلمان میشته سیمه کې یو تن نامعلوم برید کوونکي په مسلمانې میرمن وسله وال برید وکړ.
برید کوونکی چې په موټر سایکل سپور وو د مسلمانې میرمن موټر ته نږدې شو او هغه يي پنځه مرمۍ په سر وویشتله.
د پولیسو د سرچینو د خبر له مخې برید کوونکی د ۳۰ کلونو د عمر دی. پولیسو ویلي دي کیدای شي چې دا برید د اسلام فوبیا سره تړاو ولري.
د سیمې څارنوالۍ د پیښې په اړه عدلي تحقیقات پيل کړيدي.