میانمار حکومت په اراکان ایالت کې د ۱۲ جوماتونو د ورانولو پریکړه وکړه.
میانمار د امنیت او سرحداتو وزیر په اراکان ایالت کې د ۳ زرو ودانیو د ورانولو د پریکړې نه خبر ورک
میانمار حکومت په اراکان ایالت کې د ۱۲ جوماتونو د ورانولو پریکړه وکړه.
د میانمار حکومت د اراکان په ایالت کې پر مسلمانانو ظلمونو ته دوام ورکوي. د میانمار د امنیت او سرحداتو وزیر په اراکان ایالت کې د ۳ زرو ودانیو د ورانولو د پریکړې نه خبر ورکړ. پدې ودانیو کې ۱۲ جوماتونه او ۳۵ دیني ښوونځي هم شتون لري.
د میانمار د امنیت او سرحداتو وزیر وویل چې په سیمه کې د غیرې قانوني او قاچاق ودانیو د ورانولو په لړۍ پیل کړی دی. هغه ویلي دي چې پدې سیمه کې ۱۲ جوماتونه هم په غیرې قانوني توګه جوړ شوي دي چې د ورانولو پریکړه شوی ده.
د میانمار د امنیت او سرحداتو وزیر د نوموړي هیواد وایس ډیلي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې نوموړي ۳ زره غیري قانوني ودانۍ به د قانون په چوکاټ کې ورانې شي.
د ویلو ده چې یادې شوې ودانۍ ټولې په مسلمان میشتو سیمو کې قرار لري. د میانمار د امنیت او سرحداتو وزیر د اراکان ایالت مرکز د سیتوي د ښار د خلکو د استازو سره خبرې کړي او ویلي دي چې د نوموړو ودانیو د ورانولو د لړۍ د پيلیدو نه د مخه به دوی ته خبر ورکړي.
یادې شوې ودانۍ ټولې په مسلمان میشتو سیمو کې دي چې په منځ کې ۱۲ جوماتونه او ۳۵ هم دیني ښوونځي شتون لري.
د بله پلوه نوموړې پریکړې په نوموړي هیواد کې یو ځل بیا د مسلمانانو او بودستانو ترمنځه د نښتو د پیلیدو په اړه اندیښنې پارولي دي.
د بورما ډیموکراتیک غږ راډیو ویلي دي کیدا شي چې د حکومت دا پریکړه په سیمه کې د مسلمانانو او بودستانو ترمنځه نښتو ته لار اواره کړي. په خبر کې راغلي دي چې د عبادتخانو د ورانولو پریکړې جدي اندیښنې پارولي دي.
د سیمې د مسلمانانو مشر یادې شوې راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې « د حکومت لخوا د مسلمانانو په سیمو کې د ۳ زرو ودانیو د ورانولو پریکړه عادله پریکړه نده او دا پریکړه به د مسلمانانو او بودستانو ترمنځه تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.