شمالي کوریا دا ځل د فضايي توغندي ماشین په بریالیتوب سره وازمایه.
شمالي کوریا د نړۍ د ټولو غبرګونونو سره سره ازمایښتونو ته دوام ورکوي
شمالي کوریا دا ځل د فضايي توغندي ماشین په بریالیتوب سره وازمایه.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د هیواد په شمال لویدیځ کې د سوهای په فضايي ستیشن کې فضا ته د سټلایټ د توغولو په خاطر د فضايي توغندي ماشین په مځکه کې په بریالیتوب وازمایه. د ویلو ده چې دا ازمایښت پخپله د کیم جونګ اون په مشرۍ ترلاسه شو.
د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې کیم جونګ اون د هیواد کارپوهانو او فضايي چارو پوهانو ته ویلي دي چې هر څه ژر باید فضا ته د سټلایټ توغولو لپاره تیاري پایته ورسوي. هغه ویلي دي پداسې حال کې چې نړۍ پر دوی کلک بندیزونه لګولي دي دوی باید هر څه ژر فضا ته سپوږمه کۍ واستوي.
د بله پلوه د سویلي کوریا لوی درستیز ویاند بیا ویلي دي چې د فضايي توغندي دا ماشین په اصل کې د اوږد واټنه بالیستیک توغندي د په خاطر جوړ شوی دی چې د شمالي کوریا لخوا وازمایل شو.
د ویلو ده چې شمالي کوریا د سپټمبر په ۹ مه نیټه تر ټولو ستر اټومي ازمایښت کړی وو. ددې په مقابل کې امریکا او سویلي کوریا په شمالي کوریا د لا زیاتو بندیزونو لګولو ګواښ کړی وو.
د شمالي کوریا لخوا ستر اټومي ازمایښت په سیمه کې د ۵ عشاریه ۳ په لويوالي سره زلزله هم رامنځته کړې ده . دې مسلې د سویلي کوریا سربیره د امریکا او نړۍ اندیښنې هم پارولي دي.
د بله پلوه امریکا او چین د شمالي کوریا لخوا د اټومي ازمایښت نه وروسته د شمالي کوریا پر خلاف د ګډې همکارۍ پریکړه وکړه.
د چین لومړي وزیر په نیویارک کې د ولسمشر باراک اوباما سره لیدنه وکړه. سپینې ماڼۍ د نوموړې لیدنې په اړه ویلي دي چې چین او امریکا په ګډه د شمالي کوریا وروستي ازمایښتونه وغندل او د امنیت شورا په چوکاټ کې د لا اغیزمنې همکارۍ پریکړه وکړه.