د نيويارك پوليس د افغان شكمن پسې ګرځي.

د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك د ښار د منهاتن په سيمه كې د پرونۍ چاودنې په تور د شكمن كس هويت افشا شو.

573056
د نيويارك پوليس د افغان شكمن پسې ګرځي.

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د نيويارك د ښار د منهاتن په سيمه كې د پرونۍ چاودنې په تور د شكمن كس هويت افشا شو.

ددې ايالت والي خبري رسنيو ته وويل چې د منهاتن د اليزابت په سيمه كې د پرونۍ چاودنې په تړاو يو تن چې وسله لري او خطرناك دى، لټول كيږي.

دا كس چې احمد خان رحامي نوميږي او ۲۸ كلن دى د بريد په تړاو د پوليسو لخوا په هر ځاى كې لټول كيږي.

احمد خان په افغانستان كې زېږېدلى دى او د امريكا د متحدو ايالتونو تابعيت هم لري.

د نيويارك د پوليسو د سرچينو د معلوماتو پر اساس داسې شواهد شته دى چې كيداى شي دا چادونه ترهګري عمل شوي.  د اوس لپاره د نړيوالو ترهګري شبكو او بريدګر ترمېنځ د احتمالي اړيكو په اړه څېړنې روانې دي.

ددې ښار پوليسو د والي تر څرګندونو وروسته د شكمن يو انځور هم خپور كړى دى او خلكو ته يې خبردارى وركړى دى چې پدې اړه اړوند تدابير ونيسي.

په پرونۍ چاودنه كې ۲۹ تنه ټپيان شوي ول.

سربېره پر دې پوليسو يو لړ چاودېدونكي مواد تر چاودنې وړاندې كشف او خنثى كړل.

همداراز ددې هېواد د نيوجرسي په ايالت كې هم چاودېدونكي مواد كشف شوي ول.



اړوند خبرونه