ټرمپ: پوتين تر اوباما ښه ليډر دى.

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند جنجالي نوماند ډانلد ټرمپ يو ځل د ټولو پاملرنه جلب كړه.

567966
ټرمپ: پوتين تر اوباما ښه ليډر دى.

 

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند جنجالي نوماند ډانلد ټرمپ يو ځل د ټولو پاملرنه جلب كړه.

ټرمپ چې په هېواد كې د اېن بي سي د كانال سره مركه كوله د امريكا -  روسيې پر اړيكو يې نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې د داعش سره د مبارزې په برخه كې دواړه هېوادونه سره نږدې همكاري كولاى شي.

ټرمپ  د اوباما – پوتين ترمېنځ د مشرتابه په اړه د څرګندونو په ترڅ كې وويل چې `` پوتين په خپل هېواد باندې پياوړى كنترول لري.  د روسيې په سيستم كې پوتين زموږ د هېواد د مشرانو په پرتله ډېر ښه مشر دى.``



اړوند خبرونه