په یمن کې په عسکري کمپ ځانمرګی برید وشو.
په عسکري کمپ د ځانمرګي برید له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړ
561100
په یمن کې په عسکري کمپ ځانمرګی برید وشو.
د یمن د عدن په ښار کې د پوځ په تعلیمي کمپ ځانمرګی برید وشو. په برید کې لږ تر لږه ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي.
د عدن د ښار امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د موټر پر مټ شوی دی .
ځانمرګي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو نه بار موټر د عدن په ښار کې د پوځ په نوي تعلیمي مرکز کې دننه وچولو.
سرچیني ویلي کیدای شي چې د مړو شمیره نوره هم لوړه شي.