د داعش لخوا نوى زړه بوږنوونكى سوء قصد
د داعش د ترهګرې ډلې اورپكو يوه نوې زړه بوږنوونكې ويډيو خپره كړې ده چې په كې يو تن نظامي افسر وژني.
دا ويډيو چې په يمن كې ثبت شوې ده په كې د يمن د اوردو يو تن افسر ښودل كيږي چې د شا لخوا د داعشي اورپكي لخوا له ډېر نږدې واټڼه په تمانچه په سر ويشتل كيږي.
په ويډيو كې راغلي دي چې د وژل شوي شخص نوم عباس سعيد وو او د يمن يمن په اوردو كې يې د ډګروال د رتبې سره دنده درلودله.
يمن د تېرو دوو كلونو راهيسې د شيعه حوثيانو او د حكومت د ځواكونو ترمېنځ د نښتو له امله په كنډوالو بدل شوى دى. همداراز دا هېواد د القاعدې او داعش د ترهګرو ډلو په مركز هم بدل شوى دى.
د تېرې مې په مياشت كې په د داعش لخوا په يو ځانمرګي بريد كې ۲۰ تنه هغه ځوانان ووژل شول چې په اوردو كې د ګډون لپاره يې نومليكنه كوله. په همدې ورځ د عدن په ښار كې د يو تن قوماندان كور ته څېرمه په بل ځانمرګي بريد كې ۲۵ تنه ووژل شول.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.