د جرمني حکومت په نوموړي هیواد کې د ترکیې پر خلاف د روانو پروپاګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود.
د جرمني حکومت : د ترکیې په اړه هر ډول بې ځایه ادعاګانې د منلو وړ ندي
د جرمني حکومت په نوموړي هیواد کې د ترکیې پر خلاف د روانو پروپاګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود.
د جرمني د حکومت ویاند د نوموړي هیواد په خبري رسنیو کې د ترکیې پر خلاف په روانو پروپاګندونو سخته نیوکه وکړه. د ویلو ده چې د جرمني د ARD تلویزیوني کانال په ترکیې د ترهګرو نه د ملاتړ تور لګولی وو. دې مسلې د جرمني د حکومت غبرګون پارولی دی.
د جرمني د حکومت ویاند خبري ناستې ته وویل چې د ARD تلویزیون لخوا د حکومت لخوا د پارلمان ځینو پوښتنو ته د ځواب نه خبر جوړ کړی او پدې خبر کې ترکیه د اخوان المسلمین او حماس په څیر د ډلو نه د ملاتړ له امله په منځني ختیځ کې د ترهګرو ډلو نه په ملاتړ تورنه کړې ده .
د جرمني د حکومت ویاند وویل چې په پارلمان کې کین اړخي ګوند د حکومت نه د ترکېې په اړه د ځینو پوښتنو ځواب غوښتی وو چې حکومت ورته لازم ځواب ورکړی دی . ویاند د حکومت د ځواب په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړ او وویل چې دا پټ اسناد دي او پدې اړه څه ویلی نشي. هغه وویل چې په مطبوعاتو کې ددې مسلې انعکاس او د ترکیې په اړه د ناسمو خبرونو خپرول غلط کار دی.
ویاند د ترکیې جغرافیوي موقعیت ته په اشارې سره وویل چې په کراتو مراتو د ترهګریزو سازمانونو د بریدونو قرباني شوې ده .
ویاند زیاته کړه چې زمونږ په اند ترکیه د داعش پر خلاف په مبارزه کې زمونږ شرکت او متفق هیواد دی. هغه وویل چې ترکیه د نورو هیوادونو سره په ګډه د داعش ترهګرې ډلې په څیر د ترهګرو ډلو پر خلاف مبارزه کوي.
هغه زیاته کړه چې ټول پدې ښه پوهیږي چې ترکیه ، جرمني او ټوله اروپا د ترهګرۍ د ستر ګواښ سره مخامخ ده ، دا ګواښونه په نړۍواله توګه د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې له منځه وړلی شو.
هغه وویل چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې د جرمني او لویدیځۍ نړۍ ډیر مهم شریک هیواد دی.
د بله پلوه د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال خبري ناستې ته وویل چې د ترکیې په اړه د پارلمان پوښتنو ته د ځواب ورکولو په مسله کې د بهرنیو چارو وزارت نظر ندی اخیستل شوی. د همدې امله په مطبوعاتو کې خپاره شوي خبرونه او ادعاګانې ردوو.
هغه وویل چې د ترکیې او جرمني سره کله ناکله په بعضو مسلو کې اختلاف د نظر پيدا کیږي خو ترکیه د جرمني لپاره ځانګړې اهمیت لري.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا خبري غونډې ته ویلي دي چې د ترکیې په اړه د پارلمان پوښتنو ته د ځواب ورکولو په برخه کې د ځینو ستونزو او خطاګانو له امله د بهرنیو چارو وزارت نظر ندی پوښتل شوی. هغه ویلي دي چې د جرمني لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې تریه ځانګړې اهمیت لري.
هغه ویلي دي چې ترکیه د جرمني د ټولو امنیتي ارګانونو له نظره د داعش پر خلاف په مبارزه کې مهم هیواد دی.
هغه ویلي دي چې سره ددې چې د ترکیې سره په امنیتي همکاریو کې وخت نا وخته د ځینو ستونزو سره مخامخیږو خو پدې وروستیو کې د ترکیې سره په همکارۍ کې جدي پرمختګ شوی دی .