په فرانسه کې د رومانیا الاصله کډوالو په کمپ د لاسي او بوتلي بمونو برید وشو.
په فرانسه کې د کډوالو په کمپ بمي برید وشو
په فرانسه کې د رومانیا الاصله کډوالو په کمپ د لاسي او بوتلي بمونو برید وشو.
د فرانسې د مارسیلیا په ۱۵ مه سیمه کې د ماګولون د جادې ترڅنګ د رومانیا الاصله کډوالو په کمپ بمي برید وشو.
د یاد شوي ښار د خبري رسنیو د خبر له مخې پيژانده کسانو په کمپ لومړی د لاسي بمونو او وروسته بیا د بوتلي بمونو برید وکړ. د برید له امله ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي د ټپیانو نه ۷ تنه چې روغتیايي حالت يي ښه نه وو روغتون ته وړل شوي دي او ځینې نور په کمپ کې د درملنې لاندې نیول شوي دي. د چاودنو له امله په سیمه کې یو لوی ګراچ د پام وړ زیان لیدلی دی .
د ویلو ده چې نوموړی کمپ په مارسیلیا ښار کې د رومانیا الاصله کډوالو تر ټولو لوی کمپ دی.
همداشان د جولای په ۲۱ مه نیټه د رومانیا الاصله کډوالو په یو بل کمپ کې یو تن ځوان د افرطي بریدکوونکو لخوا تر مرګه ډبول شوی وو.
په فرانسه کې پدې وروستیو کلونو کې د رومانیا الاصله کډوالو پر خلاف بریدونو کچه د پام وړ لوړه شوې ده . د فرانسې حکومت د نوموړو بریدونو د مخنیوي په خاطر ددوی ځیني کمپونه په سترو کمپونو وویشل.
د فرانسې د حکومت دې پریکړې د اروپا د شورا سخت غبرګون پارولی وو.