امریکا متحده ایالتونو  د روسیې پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

د روسیې جنګي الوتکو په سوریې د هوايي بریدونو په خاطر داځل د ایران د هوايي هډې نه کار واخیست

553347
امریکا متحده ایالتونو  د روسیې پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

امریکا متحده ایالتونو  د روسیې پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ.

امریکا د روسیې لخوا په سوریه  د هوايي بریدونو په خاطر  د ایران د هوايي هډې د کارولو  له امله  سخت غبرګون څرګند کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  مارک تونر په ورځنۍ خبري غونډه کې د روسیې لخوا د ایران د هوايي هډې نه د استفادې  اړوند د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  دا خواشینوونکی اقدام دی.

هغه وویل چې دا زمونږ  لپاره  د حیرانتیا وړ خبره نده. هغه په روسیې د نیوکې سره وویل چې  د ایران د هوايي هډې نه  استفاده  په سوریه کې روان کړکیچ  لا پسې  لوړوي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې  روسیې  د یو ځل لپاره  د ایران د هوايي هډې نه استفاده وکړه او که په دوامداره توګه يي کوي؟ وویل ، پدې اړه د ملګروملتونو یوه پریکړه شتون لري. ملګرملتونو  د ایران د هوايي حریم نه د بهرنیو هیوادونو د جنګي الوتکو په کارولو بندیز لګولی دی .

هغه وویل که چیرې پدې اړه د ملګروملتونو د امنیت د شورا نه  اجازه نوي ترلاسه شوي دا  د روسیې  دا اقدام  د ملګروملتونو د ۲۲۳۱ شمیره پریکړې چې په ایران د جنګي الوتکو د پلورولو ، ټرانسفر او یا هم  هوايي حریم نه  په استفادې بندیز لګول شوی دی په ښکاره توګه سرغړونه ده.

هغه وویل چې پدې اړه  حقوقپوهان  څیړنې کوي او مسله په هر اړخیزه توګه څیړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې  د بهرنیو چارو وزیر جان کیري  هم د مسلې په اړه د خپل روسي سیال سرګي لاورف خبرې کړي او پدې اړه يي د امریکا اندیښنې هغه ته رسولي دي.

د بله پلوه  ویاند وویل چې  د روسیې لخوا د ایران د هوايي هډې نه استفاده  په سوریه کې د روسیې او امریکا ترمنځه روانې همکارۍ ته زیان نشي رسولی،  ځکه چې مسله  تر اوسه پورې هغې کچې ته نده رارسیدلې.  

همداشان  د روسیې خبري رسنیو بیا  ویلي دي چې روسیې د حزر د سمندر نه په سوریې د کروز  توغندیو د برید په خاطر د ایران او عراق د هوايي حریم د کارولو په خاطر یاد شوو هیوادونو ته د اجازې په خاطر وړاندیز کړی دی .

کارپوهانو بیا ویلي دي چې  د روسیې لخوا د ایران د هوایي هډې کارولو سره  د روسي جنګي الوتکو کار لا پسې اسانه کړې دی او بله مهمه  خبره داده چې  روسیې  نړۍ ته دا ښکاره کړه چې په منځني ختیځ کې  تر ټولو مهم  او فعاله  لوبغاړی دی.

د ویلو ده چې د روسیې د توپولیف  جنګي الوتکې  چې  لویوالي له امله  د په سوریه کې د حمیمیم په هوايي هډه کې ښکته کیدې او پورته کیدی نشي. دې الوتکو به په سوریه کې  د عملیاتو په موخه  د روسیې د سویلي برخو نه الوتنه کوله.


پيوندونه: #روسیه , #امریکا , #سوریه

اړوند خبرونه