د روسيې – ايران ترمېنځ د اندېښنې وړ نږدېوالى

د سوريې د روان كړكېچ په ترڅ كې د روسيې او ايران د هېوادونو ستراتيژيكه همكاري د سيمې او نړۍ د هېوادونو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

553318
د روسيې – ايران ترمېنځ د اندېښنې وړ نږدېوالى

 

د ايران هېواد د اسلامي انقلاب راهيسې د لومړي ځل لپاره يو بهرني هېواد ته اجازه وركړه چې هوايي حريم يې د بل هېواد په مقابل كې وكاروي.

د روسيې جنګي جټ الوتكو په ايران كې د يوې نظامي هډې نه په الوتنې سره په سوريه كې د مخالفينو پر موضع ګانو بريدونه وكړه. 

د روسيې د دفاع وزارت څرګنده كړه چې ددې هېواد جنګي الوتكو چې د ايران د همدان له هوايي هډې يې الوتنه كړې وه په سوريه كې د مخالفينو پر هدفونو باندې بمباري وكړه.

د رسنيو د معلوماتو په اساس تر اوسه پورې په ايران كې د همدان له هوايي ډګره دوه ډوله روسي جنګي الوتكو الوتنې كړي دي. دا لومړى ځل دى چې روسيه د ايران له هوايي حريمه ګټه پورته كوي.

شنونكي په دې اند دي چې د ايران او لوېديځ ترمېنځ د اتومي لانجې په اړه د تړون د لاسليكېدو نه وروسته نوموړي هېواد ته ددې زمينه برابره شوه چې د سيمې د نورو هېوادونو سره په ګډه حركت وكړي.

ويل كيږي چې له ايرانه د روسي الوتكو د الوتنې سره به په سوريې باندې د بمبار په موخه د روسيې د هوايي ځواكونو واټن ۶۰ سلنه لنډ شوى دى.


پيوندونه: #روسيه , #ايران

اړوند خبرونه