تركيه بايد د اسلامي نړۍ مشري پر غاړه واخلي

په تونس كې د النهضه د غورځنګ مشر او د سيمې د مهمو مسلمانو سياسي شخصيتونو نه راشد الغنوشي  وويل چې اوس ددې وخت راغلى دى چې تركيه د اسلامي نړۍ مشري پر غاړه واخلي.

551487

غنوشي همداراز په تركيه كې د كودتا پر مهال د لوېديځو هېوادونو پر دوه مخي دريځ باندې هم نيوكه وكړه. غنوشي وويل چې `` لوېديځو ديموكراتيكو سيستمونو بايد په لودي سر كې د كودتا پر وړاندې خپل ژور مخالفت ښودلى وى او پدې چوكاټ كې يې د تركيې د خلكو او ملكي حكومت نه ملاتړ كړى واى.  دا په داسې حال كې ده چې د كودتا پر وړاندې د نوموړو دريځ د خپګان وړ او دوه مخى دى.``

راشد الغنوشي په تركيه كې د ديموكراتيك نظام شتوالي ته په اشارې سره وويل چې ``د خلكو او مخالفو ګوندونو په ګډون د كودتا پر وړاندې د تركيې قاطع دريځ زموږ د حيرانتيا وړ ګرځېدلى دى. تركيه چې د ملي حاكميت او ديموكراسۍ په ډګر كې پوره تجربه لري د اسلامي هېوادونو او د سيمي مشري بايد پر غاړه واخلي.``

اړوند خبرونه