په سویس کې د ریل ګاډي په مساپرو د چړې برید وشو
په سویس کې یو تن په ریل ګاډي کې په مساپرو د چړې خونړی برید وکړ
په سویس کې په ریل ګاډي کې یو تن ۲۷ کلن ځوان په مساپرو د چړې د برید له امله لږ تر لږه ۷ تنه ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یو تن ۶ کلن ماشوم دی.
د سویس په ختیځ کې د سالیز په سیمه کې ۲۷ کلن برید کوونکی لومړی په ریل ګاډي کې اورلګیدنه رامنځته کړه او وروسته په مساپرو د چړې برید وکړ.
د سویس د کورنیو چارو وزارت د پیښې پخلی کړی دی. د سویس په ختیځ کې د سالیز د سیمې پولیسو ویلي دي چې پیښه په ځايي وخت د ماسپخین دونیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه.
برید کوونکي لومړی د سوځوونکې مادې سره اورلګیدنه رامنځته کړه او وروسته په مساپرو د چړې برید وکړ.
د پیښې د ټپیانو د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی. په پیښه کې یو تن ۱۷ نجلۍ، د ۳۴ او ۴۳ کلونو په عمر دوه میرمنې، یو تن ۱۷ کلن ځوان، یو تن ۵۴ کلن نارینه او یو تن ۶ کلن ماشوم ټپیان شوي دي.