کاناډا ترکیې ته د سیاحت په برخه کې اعلان کړی خبرداری لری کړ.
کاناډا حکومت ترکیې ته د سیاحت په برخه کې هغه خبرداری چې پکې د خپلو هیوادوالو نه د عاجلو مسلو پرته د سفرونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه لرې کړ
551089
کاناډا ترکیې ته د سیاحت په برخه کې اعلان کړی خبرداری لری کړ.
کاناډا تیره میاشت په ترکیه کې د رامنځته شوو ترهګریزو بریدونو نه وروسته ترکیې ته د سیاحت کولو په برخه کې هیوادوالو ته خبرداری ورکړی وو.
کاناډا حکومت هیوادوالو ته خبرداری ورکړی وو چې اړتیا پرته ترکیې ته د سیاحت کولو نه ډډه وکړي.
کاناډا حکومت په ټولو دولتي اداراتو ته په استولي لیک کې دا خبرداری لرې کړی دی .
د کاناډا حکومت ویلي دي چې ترکیې ته د سیاحت کولو په اړه اعلان شوی خبرداری لرې شوی دی . هر سړی کولی شي چې په عادي ډول ترکیې ته سیاحت وکړي.