د امریکا متحده ایالتونو د ویرجینیا ایالت الوتکې سقوط وکړ.
په امریکا کې الوتکې د کیناستو پر مهال سقوط وکړ
د امریکا متحده ایالتونو د ویرجینیا ایالت الوتکې سقوط وکړ.
پيښه د ویرجینیا ایالت د فردریګزبرګ په ښار کې رامنځته شوه. په پیښه کې د ۶ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
پیښه د فردریګزبرګ په هوايي ډګر کې د الوتکې د کیناستو پر مهال رامنځته شوه.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د الوتکې د کیناستو پر مهال د ځغاستلیکې نه بهر شوه. پیلوټ د کیناستو نه وروسته بیرته د الوتنې هڅه هم وکړه خو بریالی نشو.
د یاد شوي ښار د پولیسو د عامه معلوماتو مشر کورین ګلر خبري رسنیو ته وویل چې الوتکه کوچنۍ خصوصي الوتکه وه. الوتکه د ځغاستلیکې نه د وتو سره د ونو سره وجنګیده او اور يي واخیست.
هغه وویل پیښه هله رامنځته شوه چې پیلوټ د کیناستو نه وروسته بیرته د الوتنې هڅه وکړه.
د پیښې نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې او اور وژونکې ډلې سیمې ته ورسیدې خو د الوتکې سپرلۍ ټولو ژوند د لاسه ورکړی وو.
هغه وویل چې په الوتکه کې ۶ تنو شتون درلود او هیڅوک ژوندی ندی ژغورل شوی.