فرانسې کنسز د ښار ښاروالۍ په سواحلو او حوضونو کې د حجاب سره په لمبا بندیز ولګو.
فرانسه د هرې ورځې په تیریدو سره په مسلمانانو نوي نوي بندیزونه لګوي
فرانسې په سویل کې د کنسز د ښار ښاروالۍ په سواحلو او حوضونو کې د حجاب سره په لمبا بندیز ولګو.
د کنسز ښار د ښاروالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي دي چې په هیواد کې په دیني مکانونو د ترهګریزو بریدونو له امله په ټولو سواحلو او حوضونو کې د دیني جامو اغوستل منع دي.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ د فرانسې د مارسیلیا په ښار د ښځو یوې مدني ټولنې د یوې ورځې لپاره حوض په کرا نیولی وو. ښځو په حوض کې د نارینه ښوونکي د موجودیت له امله د اسلامي اوصولو سره د برابرو جامو سره د لمبا غوښتنه کړې وه چې اجازه نوه ورکړل شوې. دې مسلې په هیواد کې جدي بحثونو ته لار اواره کړې وه.
د بله پلوه د ښځو ټولنې چې د سپتمبر په لسمه نیټه د لمبا سپورتي فعالیتونه پلان کړي وو فسخه کړل.
د ښځو ټولنې ویلي وو چې د تیرو اوونیو راپدیخوا ګواښونه ترلاسه کوي. حتا افراطي ډلو لخوا په مرمینو ویشتل شوي لیکونه ورته راستول شوي دي چې د همدې امله سپورتي فعالیتونه لغوه کړل.
په فرانسه کې د اسلام فوبیا پر وړاندې د مبارزې ټولنې ویلي دي چې په کرایه نیول شوی حوض کې هیڅوک د خپلو قوانینو د پلي کولو هڅه کولی نشي . ټولنې ویلي دي چې د فرانسې په قوانینو کې په حوض او سواحلو کې د لمبا د جامو او یا څرنګتیا په اړه هیڅډول کومه ماده شتون نلري.
ټولنې د کنسز ښاروالۍ په بندیز هم سختې نیوکې کړي دي.