د پې کاکا ترهګرې ډلې ۵ تنه غړي چې د ملګروملتونو ودانۍ ته ننوتي ول ونیول شول
د پې کاکا ترهګرې ډلې غړیو د ملګروملتونو په دفتر هجوم وکړ چې ونیول شول
د سویس د جینیوا په ښار کې د پې کاکا ترهګري سازمان د مشر عبدالله اوجالان ۵ تن پلویان چې د ملګروملتونو د ودانۍ امنیتي دیوار نه د توپ وهلو سره د ملګروملتونو ودانۍ ته د ننوتو هڅه کوله د پولیس لخوا ونیول شول.
د ملګروملتونو د جینیوا د دفتر ویاند مایکل زکیو خبري رسنیو ته وویل چې د پې کاکا ترهګري سازمان نږدې ۱۰۰ تنو پلویانو ملګروملتونو د دفتر په مخکې د عبدالله اوجالان په پلوي د شعارونو په ورکولو سره مظاهره وکړه.
د مظاهره کوونکو نه پنځو تنو د امنیتي دیوار نه د توپ وهلو سره د ملګروملتونو دفتر ته ننوتل چې سمدلاسه د امنیتي کسانو لخوا ونیول شول او پولیسو ته تسلیم کړې شول.
ددې پیښې نه وروسته په جینیوا کې د ملګروملتونو سازمان د دفتر ترڅنګ کلک امنیتي تدابیر ونیول شول.
ویاند ویلي دي چې دا لا معلومه نده چې د نوموړو کسانو موخه څه وه او د څه لپاره د امنیتي دیوار نه د ټوپ وهلو سره د ملګروملتونو ودانۍ ته ننوتي وو.