بلغاریا: ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړیو سپارولو ته تیار یو
د بلغاریا لومړی وزیر : « زمونږ لپاره تر ټولو مهم د ترکیې سره ښې اړیکې دي »
د بلغاریا لومړي وزیر بویکوف بوریسوف په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې د کودتا د ناکامې هڅې د پلانوونکي او تنظیموونکي فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف د سخت غبرګون څرګند کړ.
هغه وویل په هیواد کې ددې ترهګریز سازمان ټولو غړیو سرونه به ترکیې ته تسلیم کړي.
هغه د نوموړي هیواد د ناوا په نامه تلویزیوني کانال سره په مرکه کې وویل چې ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د غړیو د سپارولو بهیر پیل کړی دی .
پدې چوکاټ کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مالي چارو مسول عبدالله بویوک د نیولو نه وروسته ترکیې ته وسپاره.
هغه وویل چې د اړتیا په صورت کې به د ټولو سرونه ترکیې ته وسپاري. بلغاریا باید د ترکیې د حکومت او ولسمشر سره خپل دې ښو او قوي اړیکو ته دوام وکړو او د لا قوي کولو هڅه وکړو.
لومړي وزیر بوریسوف وویل چې عبدالله بویوک د یاد شوي سازمان د ۲۵ زرو تنو نه یو دی چې ترکیې ته سپارل شوی دی .
هغه وویل چې « زمونږ لپاره تر ټولو مهم د ترکیې سره ښې اړیکې دي »