د لیبیا په سرت ښار کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د لیبیا جنګي الوتکې د داعش پر خلاف د روانو عملیاتو پر مهال سقوط وکړ
د لیبیا په سرت ښار کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د لیبیا په سرت ښار کې یوه جنګي چورلکه چې د داعش ترهګرې ډلې په موضع ګانو د بریدونو په موخه الوتنه کړې وه د نامعلوم لامل له امله راوغورځیده.
په پیښه کې د الوتکې د پیلوټانو برخلیک معلوم ندی.
د لیبیا د ملي مطابقت حکومت ویلي دي چې ددوی یوه جنګي الوتکه د سرت په ښار کې غورځیدلې ده .
د لیبیا د ملي مطابقت د حکومت اړوند د البنیان المرصوص د ځواکونو ویاند محمد الغصري خبري رسنیو ته وویل چې ددوی یوې میګ ډوله جنګي الوتکې چې د داعش په هدفونو د بمبارۍ په موخه اوچته شوې وه د عملیاتو پر مهال يي سقوط وکړ.
د الوتکې د سقوط لامل ناڅرګند.
هغه ویلي دي چې د الوتکې د پيلوټانو سره اړیکې پرې شوي دي او برخلیک يي نامعلوم دی.
هغه ویلي دي چې الوتکه د سرت ولایت په مربوطاتو کې غورځیدلې ده .
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۵ کال د جنوري په میاشت کې د لیبیا د سرت ښار او شاوخوا سیمې ونیولې .
د لیبیا د ملي مطابقت حکومت د امریکا په مرسته د تیرو ۳ میاشتو راهیسې د سرت ښار او شاوخوا سیمې د داعش نه د پاکولو په خاطر عملیات ترسره کوي.
په عملیاتو کې وخت نا وخته امریکايي جنګي الوتکې هم ګډون کوي.