په لندن كې د چړې په واسطه بريد
د انګلستان په پلازمېنه لندن كې يو تن بريدګر د چړې په واسطه بريد كې ۱ تنه ووژل و او ۵ تنه نور يې ټپيان كړل.
545165
د انګلستان په پلازمېنه لندن كې يو تن بريدګر د چړې په واسطه بريد كې ۱ تنه ووژل و او ۵ تنه نور يې ټپيان كړل.
دا پېښه د راسل په ميدان كې ترسره شوه. پوليسو بريد كوونكى نيولى او تر پوښتنو لاندې دى. د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. داسې ګونګسي شته دى چې پېښه دې يو ترهګري بريد وي.
تر اوسه پورې د بريدګر د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د لندن د پوليسو امر برنارد هوګان هاوې او ددې ښار ښاروال صادق خان پرون ويلي ول چې د احتمالي ترهګري بريدونو پر وړاندې د تدبير په موخه به د لندن په لارو او كوڅو كې د وسله والو امنيتي ځواكونو تګ راتګ زيات شي.