په هندوستان کې د پل د چپه کیدو فاجعه رامنځته کړه
په هندوستان کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د رواتلي زورورو سیلاونو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په هندوستان کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د رواتلي زورورو سیلاونو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
پیښه د هندوستان په لویدیځ کې د مهاراشترا په ایالت کې رامنځته شوې ده . د مهاراشترا ایالت لومړي وزیر دیوندرا فادناویس خبري رسنیو ته ویلي دي چې پرون د شپې په ناوخته ساعتونو کې د شدیدو بارانونو په پایله کې د رواتلو سیلاونو له امله د ممبي او ګوا ښارونو نخلونکي پل چپه شو.
هغه ویلي دي چې پل پداسې وخت کې چپه شو چې دوه بسونه د تیریدو پر حال کې ول. په پيښه کې دوه بسونه د ساویترا سیند ته غورځیدلي دي. د بسونو سپرلۍ او چلوونکي لا درکه شوي دي.
هغه ویلي دي چې په بسونو کې ۱۸ تنو مساپرو، دوو تنو موټر چلوونکو او دوو تنو هم کلینرانو شتون درلود.
د ژغورنې ډلې سیمې ته رسیدلي او د لا درکه شوو کسانو د موندولو په خاطر يي پلټنې پیل کړي دي.
په پلټنو کې سمندري ځواکونو هم ګډون کړی دی . د الوتکې له لارې پلټنې دوام لري.
د بله پلوه په سیمه کې د ژغورونکو ډلو مشرانو د دوو تنو مړو د موندولو نه خبر ورکړی دی.
په پلټنو کې ۸۰ تنو ګډون کړی دی.