په دوبۍ كې د مسافروړنكې الوتكې سقوط
د Emirates د هوايي كرښو اړوند يوې مسافروړونكې الوتكې په دوبۍ كې د بېړنۍ ناستې پر مهال سقوط وكړ. دې الوتكې چې د هندوستان د تيروانانتاپورام له ښاره د دوبۍ پر لور روانه وه، ددې ښار په نړيوال هوايي ډګر كې د بېړنۍ ناستې پر مهال يې اور واخيست.
544128

امنيتي ځواكونه او د اطفايي كار كوونكه په الوتكه كې د ۲۸۲ تنو مسافرينو او د ۱۸ كار كوونكو په ژغورلو بريالي شوي دي.
تر اوسه پورې د الوتكې د بېړنۍ ناستې د لامل په اړه څه نه دي ويل شوي خو ويل كيږي چې د ناستې پر مهال ورته تخنيكي ستونزه پېښه شوې ده.
د پېښې په امله د دوبۍ په نړيوال هوايي ډګر كې الوتنې هم ځنډول شوي دي.
د Emirates د هوايي كرښو شركت چې د نړۍ د لويو هوايي شركتونو د جملې نه شمېرل كيږي د نړۍ ۱۶۱ سيمو ته په اوندۍ كې ۳ زره الوتنې لري.