د چک جمهوریت ولسمشر ویلي دي چې په هیواد کې مسلمان کډوال نه غواړي.
د مسلمانو کډوالو په اړه د چک د جمهوریت څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د مسلمانو کډوالو په اړه د چک د جمهوریت څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي دي.
د چک جمهوریت ولسمشر ویلي دي چې په هیواد کې مسلمان کډوال نه غواړي.
د چک جمهوریت ولسمشر میلوس زیمان په حکومت غږ وکړ چې د اسلامي هیوادونو نه راغلو کډوال ته په هیڅډول باید په هیواد کې ځای ورنکړي.
هغه ویلي دي چې مسلمان کډوال باید په هیڅډول پدې هیواد کې قبول نشي. د چک د ولسمشر د څرګندونو پر خلاف د غبرګونو نه وروسته د هغه ویاند خبري غونډې ته ویلي دي چې ولسمشر پدې فکر دی چې د اسلامي هیوادونو د کډوالو د منلو سره په هیواد کې د ناامنۍ او ترهګرۍ ګواښونه ډیریږي.
هغه ویلي دي چې ولسمشر د ټولو کډوالو او په ځانګړې توګه د اسلامي هیوادونو د کډوالو د منلو سره سخت مخالفت کوي. د چک جمهوریت په هیواد کې په روغ لاس د فرانسې او جرمني په څیر ترهګریزو پیښو ته اجازه ورکولای نشي. د کډوالو او په ځانګړې توګه د اسلامي هیوادونو د کډوالو د منلو سره په هیواد کې هر ډول بریدونو او ترهګریزو فعالیتونو ته په روغ لاس د زمینې برابرولو په معنا دي.
د چک د جمهوریت د ولسمشر ویاند ویلي دي چې ولسمشر پدې اړه حکومت ته هم خبرداری ورکړی دی .
د چک جمهوریت ددینه وړاندې د ایټالیا او یونان نه د ۲۹۶۲ تنو او د ترکیې نه ۸۰ تنو کډوالو ته د پناه ورکولو ژمنه کړې وه .
د چک ولسمشر په حکومت پدې پریکړې د بیا کتنې غږ کړی دی. ولسمشر ویلي دي چې د چک جمهوریت باید په هیڅډول کډوالو ته پناه ورنکړي.