د جرمني د پارلمان ۷۵ کلن وکیل د اسلام په مبارک دین مشرف او مسلمان شو.
یو وخت د اسلام او مسلمانانو سر سخت مخالف وو اوس پخپله مسلمان شو
د جرمني د پارلمان ۷۵ کلن وکیل د اسلام په مبارک دین مشرف او مسلمان شو.
د جرمني په پارلمان کې د ښې اړخه افراطي ملي ډیموکراټ ګوند وکیل ورنر کلاوون د اسلام په مبارک دین مشرف شو.
د ویلو ده نوموړی وکیل چې پخوا د کډوالو سر سخت مخالف وو اوسمهال په نوموړي هیواد کې د سوري، عراقي او افغان کډوالو تر ټولو ستر ملاتړ کوونکی او مرسته کوونکی دی.
۷۵ کلن وکیلا ورنر کلاوون چې د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو نه وروسته په ځان ابراهیم نوم ایښی د جرمني د بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې د اسلام او حضرت محمد ص په اړه د جرمني د لوی شاعر یوهان فولفګانګ فون غوته د ختیځ د دیوان په نامه د کتاب د مطالعې نه وروسته د اسلام د مبارک دین سره يي دلچسپي پیدا شوه. ددینه وروسته يي د اسلام په اړه په مطالعاتو پیل وکړ . هغه په مرکه کې ویلي دي چې په الماني ژبه د قرانکریم د ژباړې د لوستو نه يي وروسته د مسلمانیدو پریکړه وکړه.
ابراهیم ویلي دي چې د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو نه وروسته يي په اخلاقو ، فکر او دریځ کې ژور بدلونونه راغلي دي . هغه وویل چې د اسلام او مسلمانانو سر سخت مخالف ښي اړخي ګوند غړیتوب يي درلود. د هر څه نه مخکې ددې ګوند سره خپلې اړیکې پریکړې او وروسته يي په خپل ژوند کې د تیرو نښو او نښانو د پاکولو په خاطر د کډوالو سره په مرسته پیل وکړ.
د ویلو ده چې کلاوون یا ابراهیم په ۲۰۱۴ کال کې د دوو تنو سوري کډوالو په ګډون ۴ تنه کډوال په خپل کور کې میشت کړل او د خپلې کورنۍ د غړیو په څیر يي ورسره په مرستې پیل وکړ.
هغه دا پریکړه هله وکړه چې ښځه او ماشومان يي ترینه جلا شول. ابراهیم ویلي دي لکه څرنګه چې دې د نوموړو کډوال سره مرسته کړې ده اوس وار د هغوې دی او زما سره مرسته کوي. هغه د اسلام په مبارک دین د مشرفیدو له امله ډیره خوښې څرګنده کړې ده.