په امریکا کې جنګي الوتکې سقوط وکړ
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې جنګي الوتکې سقوط وکړ
540777
په امریکا متحده ایالتونو کې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د جنګي الوتکې د سقوط له امله پيلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د هوايي ځواکونو اړوند د د میرامار د هوايي هډې د چارواکیو په وینا ددوی اړوند اف ای ۱۸ سي ډوله جنګي الوتکې په کالیفورنیا ایالت کې د تعلیمي الوتنې پر مهال سقوط وکړ.
الوتکه د یاد شوي ایالت د سان دیګو د د تونټي ناین په سیمه کې په دښته کې غورځیدلې ده.
په پیښه کې د الوتکې پيلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی او د پیښې په اړه څیړنې پیل شوي دي.
د الوتکې د غورځیدو لامل ناڅرګند دی.