داعش ترهګرې ډلې په فرانسه کې په کلیسا برید وکړ
د فرانسې ولسمشر: داعش ترهګرې ډلې د فرانسې پر خلاف جګړه اعلان کړې ده
د فرانسې د نرماندي د ښار د سنت اتین دو رووره په کلي کې په کلیسا د برید کوونکو هویت معلوم شو. د فرانسې د پولیسو په وینا دا برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی.
پرون دوو تنو برید کوونکو د سنت اتین دو رووره په کلیسا برید وکړ او پنځه تنه يي یرغمل ونیول.برید کوونکو چې په چړو سمبال ول د کلیسا ۸۵ کلن راهب نه سر پرې کړ. برید کوونکو د یرغمل نیولو کسانو نه یو تن بل سخت ټپي کړ.
د پیښې نه وروسته پولیس سیمې ته راورسیدل او کلیسا يي محاصره کړه.
د فرانسې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو د برید کوونکو لخوا د کلیسا د راهب د وژلو نه او بل تن د سخت ټپي کولو نه وروسته عملیات پیل کړل او برید کوونکي دواړه ووژل.
فرانسې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو د کلیسا ۸۵ کلن راهب نه د سر په پرې کولو سره هغه وژلی او بل تن يي سخت ټپي کړی چې په روغتون کې د درملنې لاندې قرار لري. د ټپي روغیتايي حالت هم ښه ندی.
د فرانسې پولیسو د پیښې په اړه په ترسره کړو څیړونو کې دا معلومه کړې چې برید کوونکو د داعش ترهګرې ډلې سره تړاو درلود. پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکو نه يي یو تن په ۲۰۱۵ کال کې سوریې ته د تلو هڅه کړې وه چې نیول شوی وو.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاندا دا برید په کلکو ټکو وغنده او وویل چې ټولې نښې او نښانې دا ښايي چې برید د داعش ترهګرې ډلې لخوا شوی دی . هغه وویل چې د داعش ترهګرې ډلې چې د فرانسې پر خلاف يي جګړه اعلان کړې ده د ګواښ سره مخامخ یو. هولاندا وویل چې فرانسه مجبوره ده چې د حقوقو په چوکاټ کې پدې جګړه کې د هرې لارې چارې نه کار واخلي. ترهګر غواړي چې مونږ وویشي.
د ویلو ده چې د هولاندا د څرګندونو نه څو ساعته وروسته داعش په کلیسا د برید مسولیت په غاړه واخیست.
داعش ترهګرې ډلې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې دا برید د صلیبي ځواکونو لخوا پر دوی د ترسره کیدو بریدونو ځواب او غچ وو. د فرانسې لومړي وزیر په کلیسا د برید په اړه وویل چې دا برید په ټولو کاتولیکو مسیحیانو شوی دی او ټول يي ټپیان کړي دي. هغه په هیوادوالو د اتحاد او اتفاق غږ وکړ.