د جرمني‌ د مونیخ په ښار کې په یو سوداګریز برید خونړی برید وشو

د جرمني‌ د مونیخ په ښار کې په یو سوداګریز کې د خونړیز برید نه خبر ورکړ شوی دی

535450
د جرمني‌ د مونیخ په ښار کې  په یو سوداګریز برید خونړی برید وشو

د جرمني‌ د مونیخ په ښار کې  د اولمپیا اینګوسنټروم  په سوداګریز  مرکز  وسله وال برید وشو. پولیسو ویلي‌ دي‌ کیدای شي‌ چې  پدې برید کې ګڼ شمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی وي. په جرمني‌ کې  د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون  خبریال  د خبر له مخې  برید  د دوو  یا دریو  برید کوونکو لخوا شوی دی . هغه ویلي‌ دي‌ چې  برید کوونکي‌ سوداګریز مرکز ته د ننوتو سره  سم په خلکو برید کړی دی . د مونیخ  پولیسو په خلکو د کورونو ته د ستنیدو غږ کړی دی  او کلک امنیتي‌ تدابیر نیول شوي‌ دي.

سیمې ته په لسګونو امبولانسونه استول شوي‌ دي‌. د مرګ ژوبلې  دقیقه  شمیره  معلومه نده خو ویل کیږي‌ چې‌ ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا لا معلومه  نده  چې برید د چا لخوا  او ولې  شوی دی .

سیمې  د پولیسو لخوا محاصره شوې ده  او پولیسو د عملیاتو لپاره  تیاری  نیولی  دی.  د نوموړي‌ هیواد د کورنیو چارو وزارت په پیښه  کې  د ۶ تنو د وژل کیدو پخلی کړی دی. 

د ویلو ده چې  نږدې  یوه اوونۍ  د مخه  هم  په جرمني‌ کې  یو تن ۱۷ کلن ځوان   په  ریل ګاډي  کې  په مساپرو د چړې او تبرګی‌ برید وکړ چې له امله يي لږ تر لږه ۴ تنه ټپیان شول. 


پيوندونه: #جرمني‌ , #برید , #مونیخ

اړوند خبرونه