په فرانسه کې بیړني حالت موده نوره هم وغځول شوه

د فرانسې د مشرانو جرګې د بیړني حالت د غځولو اړوند طرحه ومنله

533884
په فرانسه کې بیړني حالت موده  نوره هم وغځول شوه

په فرانسه کې  د بیړني حالت موده  د شپږو میاشتو لپاره وغځول شوه.

د فرانسې پارلمان د تیر کال د نوامبر په میاشت کې په پاریس کې  د رامنځته شوو خونړیو  بریدونو نه وروسته  بیړنی  حالت  اعلان کړی وو.

د فرانسې پارلمان د بیړني حالت  موده  د ۶ نورو میاشتو لپاره وغځوله. د فرانسې  د مشرانو جرګې  د حکومت لخوا د ۶ میاشتو لپاره د بیړني حالت د مودې د غځولو اړوند  د قانون  طرحه  د رایو په اکثریت سره  ومنله.

مشرانو جرګې دا طرحه  د ۲۶ مخالفو رایو په مقابل کې  د ۳۰۹ موافقو رایو سره  ومنله.

په فرانسه کې دا څلورم دی  چې  د بیړني حالت موده غځول کیږي. په فرانسه کې  د بیړني حالت موده  د ۲۰۱۷ کال د جنوري تر ۲۶ مې نیټې  وغځول شوه.

په فرانسه کې د بیړني حالت د پریکړې سره  پولیسو ته  د محکمې د پریکړې پرته  د خلکو د کورونو او سوداګریزو مکانونو د پلټولو  صلاحیت ورکوي.

اداري چارواکي  د اړتیا په صورت کې  کولی شي چې د هر چا کمپیوټر او ټیلیفون وڅیړي.

د ویلو ده چې  د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولاندا  د جولای ۱۴ مه  د ملي ازادۍ د ورځې په په اړه په خپله وینا کې ویلي وو چې  بیړنی حالت له منځه یوسي  او ددینه وروسته به يي موده ونه غځوي  خو په همدې ورځ  د فرانسې په نیس ښار کې  د ترهګریز برید نه وروسته چې ۸۴ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړ  او په ګن شمیر کسان ټپیان شول   بیړني حالت د مودې د غځولو پریکړه وشوه.



اړوند خبرونه