په امریکا متحده ایالتونو کې یو ځل بیا په پولیسو خونړی برید وشو
په امریکا کې یو ځل بیا پولیس د خونړي برید لاندې راغلل
531303
د امریکا متحده ایالتونو کې په پولیسو د خونړي برید له امله لږ تر لږه ۳ تنه پولس مړه او یو تن بل سخت ټپي شوی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د لویزیانا ایالت اړوند د باتون روژ په ښار کې په پولیسو برید وشو. په برید کې ۳ تنه وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د باتون روژ د ښار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د وسله وال برید په اړه يي راپور ترلاسه کړ. کله چې پولیس سیمې ته واستول شول په پولیسو ډزې وشوې او درې تنه پولیس ووژل شول.
د یاد شوي ښار ښاروال خبري رسنیو ته وویل چې پدې پیښه کې ۳ تنه پولیس مړه او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي. هغه وویل چې د پیښې نه سمدلاسه وروسته ځانګړې ځواکونه سیمې ته استول شوي . د ویلو ده چې د برید کوونکو نه یو تن يي د پولیسو لخوا وژل شوی دی .